IQNA

د انګلينډ د مسلمانانو يو ټولی د امام رضا (ع) د زيارت ميوزيم او كتابتون وليدل

11:37 - February 27, 2009
د خبر لمبر: 1748951
نړيواله ډله: د انګلينډ د مسلمانانو يو ټولی د امام رضا (ع) د زيارت ميوزيم او كتابتون د كتنې په وخت په مشهد مقدس كې وويل چې د ايرانی قوم د خپل كلتور ښه حفاظت كوونكې دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د خراسان صوبې شعبې د يو راپور پر اساس، په دې ټولی كې د پوهنتون استاذان، سكتران او نور خلك د په مختلفو ډلو كې د زيارت او سير لپاره ايران ته راغلی وو او چې كله یې د زيارت ميوزيم او كتابتون وليد نو ډير خوشاله شول
د دې ټولی يو غړی «زهيرا بشير» د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د خراسان صوبې شعبې سره په خبرو كې وويل چې زما لپاره دا ممكنه نه ده چې هر هغه څه چې ما وليدل خپل وطندارو لپاره یې بيان كړم او د نړۍ قومونو له پكار دی چې دلته راشی او دا علمی او كلتوری او زړه پورې ځايونه دې وګوری.
هغه زياته كړه چې د دې زيارت د كتابتون نوم دې بايد د اسلامی هنر ميوزيم كیښودل شی. ځكه چې په دې د امامانو نومونه او القابونه ډير هنری طريقې سره ليكلی شوی دی.
د انګلينډ د مسلمانانو ټولی يو بل كس ښاغلی ډكټر «منار كرمانی» وويل چې ما په دنيا كې ډير كتابتونونه ليدلی دی خو دا كتابتون له ټولو غوره دی.
369288
captcha