IQNA

د قرآنی مقابلو كلينډر وليكل شو

12:21 - February 28, 2009
د خبر لمبر: 1749300
د اعزازی خبريالانو ډله/ سيد جعفر فاطمی نوش آبادی: د ايران د اوقافو او خيريه چارو د ادارې كلتوری مرستيال په مختلفو مرحلو كښې د اوقافو د قرآنی سياليو د كلينډر له ليكلو څخه خبر وركړ
د حوزې د خبر د مركز په نقل سره قرآنی خبری آژانس (اېكنا) د اعزازی خبريال د راپور له مخې د ايران د اسلامی جمهوريت د اوقافو او خيریې چارو د ادارې كلتوری مرستيال حسين احمديان د اوقافو د قران مجيد د سراسری سياليو د يو دېرشمې دورې په مراسمو كښې وويل: د دغه تقويم مطابق د امام رضا (ع) او حضرت معصومه (س) له ميلاد سره په يو وخت به په صوبائی سطح ، د پيغمبراكرم (ص) د ميلاد په ورځو كښې به د هيواد په سطح او د پيغمبراكرم (ص) د بعثت په ورځو كښې په نړيواله سطح د اوقافو ټولې قرآنی سيالۍ جوړې شی.
احمديان د ښځو او سړيو د سياليو فرق ته په اشارې سره وويل: دا كار په وړومبی ځل اجرا شو او ډېر اثرات به ولری نو پكار دی چې د لا زيات جديت په لټه كښې شو.
ښاغلی حسين احمديان څرګنده كړه: د ميرمنو پراخه سيالۍ او همدا رنګ د سيالی كوونكو د حقوقو له ضائع كيدو څخه د مخنيوی لپاره دا فرق ترسره شو چې په دا ډول وكړې شو د قرآن مجيد ښځې قاريانې ټولنې ته معرفی كړو.
هغۀ زياته كړه د قرائت او حفظ ترڅنګه د قرانی مفاهيمو موضوع هم په نظر كښې لرلې شوې ده. هغۀ همدا رنګ وويل د قرانی مفاهيمو په موضوع كښې به د روژې په مباركه مياشت كښې يو زر او دوه سوه د زدكړې دورې جوړولې شی
369512
captcha