د البشير نومې اطلاع رسونې مركز په نقل د قرانی خبری اژانس (اېكنا) د رپوټ له مخې د هندوستان پوليسو د دې خبر په اعلانولو سره وويل:
پرون ماځیګر د دغه هيواد د جائيس ښار له وړوكی جومات سره نزدې د قران مجيد يوه برخه سوزېدلې وموندې شوه او دې چارې د دغې صوبې د مسلمانانو قهر راوپاروۀ
د پوليسو ځواكونو د مظاهرو په دوران كښې د دغه ښار مختلفې سيمې په خپل كنټرول كښې ولرلې او لارې یې وتړلې او همدا رنګ د ښار د حالاتو د لا كنټرولولو لپاره پې د ټرانسپورت په تګ راتګ باندې پابندی ولګوله. پوليسو تر اوسه د دغې سوزونې علت نامعلوم اعلان كړ او بابو حلوائی نومې كس یې د واقعې تورن كس وبالۀ.
د وروستيو شميرنو له مخې د هند د مسلمانو شمر تقريباً ٣٣٥ ميليون تنه دے او له دې نه علاوه هر ورځ په سلګونو خلق اسلام د خپل دين په توګه غوره كوی. اټكل كیږی چې په راتلونكو كلونو كښې به اسلام د هندوستان د وړومبی دين په توګه وګرځی. په دغه هيواد كښې د اسلام د مبين دين د خپرولو لپاره ډېرې اسلامی ادارې او تنظيمونه د فعاليت په حال كښې دی چې د هغوی د مخالفو ډلو لخوا په اسلامی تشخص كښې د خنډ اچولو او اختلاف پيدا كولو په هدف سره زيات مشكلات رامنځته كولې شی.
369834