د ايران قرانی خبری اژانس ( اېكنا ) د فرانسې د سركاری خبری اژانس ( (AFPپه حوالې سره رپوټ وركړ. د اسلام او مسيحيت د خبرو اترو د كمیټۍ غړيو د زده كوونكو د صحيح زدكړې اهميت ته په اشارې سره څرګنده كړه د زده كوونكو سولې د كلتور او زدكړو د سطحې اوچتول زيات اهميت لری او پكار دی له دې كلتور سره په رابطه كښې د الهی دينونو په رول باندې سترګې پټې نه كړې شی.
د دې بيانیې په دوام كښې راغلی دی: پكار دی درسی كتابونه د ټولنې د ورځنيو ضرورتونو مطابق تدوين شی اوله هغو مضمونونو له ليكلو څخه ډډه وشی چې د خلقو مذهبی احساساتو ته زيان رسوی ځكه چې دا چاره د دينونو ترمينځ د خبرو اترو چاره ناممكنه كوی. په دغې ګډې غونډې كښې ګډون كوونكو همدا رنګ د عامه رسندويو رول ته په اشارې سره تاكيد وكړ: میډيا د دينی تعلقاتو د پراختيا په وړاندې ډېره ستره دنده په غاړه لری او پكار دی د مختلفو دينونو د پيروكارو ترمينځ د يووالی او پيوستون له رامنځته كولو سره مرسته وكړی. د يادونې وړ ده چې دا غونډه د الازهر د اسلامی تحقيقاتو د ټولنې د عمومی سيكتر علی عبدالباقی په مشرۍ د الازهر د يو شمير عالمانو او پوهانو او د پاپ د شورا د يو شمير راهبانو په ګډون سره د كب د مياشتې له شپږمې نیټې څخه په روم كښې شروع شوې ده د ولسونو ترمينځ د سوله ايز ژوند او د سولې د پراختيا په هدف سره د اسمانی دينونو ترمينځ د خبرو اترو تقويت او د دينی تعصب او تندلاری توب حتمول، د دينونو د پيروكارو ترمينځ د جنګ جګړو مخنيوے او د انسانی ارزښتونو پياوړتيا د الازهر او ویټيكن ترمنیځ د خبرو اترو د دائمی انجمن له فعاليتونو څخه وو او دی.
369853