د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د مجلس شورا د نړيوالې ادارې په نقل ګزارش راكړی، علی لاريجانی په دې خبرو كښې د اسلامی نړۍ حالاتو ته په پام، په بيله توګه د غزې ولاړتيا او مقاومت او د اسرائيلو دې ځای ته تيرې كولو ته په پام، غوښتل چې مسلمانان دې لا زيات اتحاد او اتفاق كښې شی.
هغوی په خبرو كښې دې ته هم اشاره وكړه چې د «د فلسطين حمايت د ولاړتيا مظهر او غزه د ظلمونو قربانی» نه نوم كانفرنس هم د اسفند د مياشتې په 14 او 15 نیټه د مجلس شورای اسلامی په مرسته په تهران كښې تر سره كیږی. هغه شيخ يوسف قرضاوی ته په دې كانفرنس كښې د ګډون بلنه وركړه.
د اسلامی نړيوالی غونډې مشر او د قطر مفتی هم د فلسطين مسله د مسلمانانو لپاره ډېره د اهميت وړ وګڼله او په لړ كښې یې د اسلامی جمهوری ايران د هڅو ستاينه وكړه.
القرضاوی په اخر كښې دا هيله وكړه چې په دې كانفرنس كښې به ګډون كوی.
369729