په ملائشيا كې د ايران د كلتوری مركز په نقل، د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو رپوټ پر اساس، دا سيمينار د ابن عربی نظرياتو او تفكر د پيژندنې او د علمی، پوهنتونی او روشنفكرانو ډلو د دې لوې پوهاند په حقله د پيژنګلوې په مقصد سره تر سره كیږی.
په ملائشيا كې د ايران د كلتوری مركز غړی ښاغلی محمد حسن واحدی د ابن عربی سيمينار په حقله وويل: چې د ملائشيا د پوهنتونی او علمی كسانو ته د اسلامی نړۍ سترو فلسفيانو او پوهاندو، عالمانو او عارفانو د نظرياتو او تفكراتو ورپيژندنه د دې سيمينار له اهدافو څخه دی.
هغه زياته كړه چې د ابن عربی سيمينار د كولالامپور پوهنتون «يو. ام» په مرستې او د ملائشيا او ايران د سترو علمی او كلتوری شخصيتونو او د پوهنتون د استاذانو په ګډون سره تر سره كیږی.
څوك كه د ابن عربی د تفكراتو په هكله خپلې مقالې او كتابونه په دې سيمينار كې خپرول غواړی نو د 1388 كال د دويمې مياشتې پاې پورې خپل ليكل دې په دې ايميل «ebnearabi@gmail.com» راولیږی.
370114