IQNA

په ايرانشهر كې د (قران او ستر) موضوع سره دينی سيمينار تر سره شو

11:51 - March 01, 2009
د خبر لمبر: 1749903
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسفند د مياشتې په 9 نیټه د جمعې په ورځ په ايرانشهر كې د (قران او ستر) په موضوع سره دينی سيمينار تر سره شو.
مولانا حجت‌الاسلام «ابوالحسن رزاقی» په دې دينی سيمينار كې وويل: چې ستر او پرده د ښځو د حفاظت او په دوی باندی له تجاوز كولو څخه مخ نيوی كولو لپاره فرض شوې ده او د پردی په معاشرې كې ښه اثرات دا دی چې دې سره ښځو ته ټولنيز، اخلاقی او نفسياتی امنيت ملاویږی.
حجت‌الاسلام رزاقی وويل: په قران پاك كې دوو ټكو فائزون او خاسرون سره دوه ډلې بريالی او ماته خوړونكی ياد شوی او كه ستاسو خپلې شرعی فريضې ادا كړئ نو له بريالی ټولی څخه به شئ.
مولانا صيب وويل چې نن په لويدیځ كې د ښځو پرده نشته له همدې امله ښځو ته ډيرزيانونه ورسيدل چې شمير یې نه كیږی.
هغه وويل چې حضرت بی بی فاطمه(س) و حضرت بی بی مريم د ټول عالم غوره بيبيانې دی چې بايد پرده له هغوی زده كړو.
370376

captcha