IQNA

الازهر: د اسرائيلو له خوا د پيغمبرانو سپكاوی د دينونو ترمينځ خبرې اترې ناكاموی

11:53 - March 01, 2009
د خبر لمبر: 1749905
نړيواله ډله: د الازهر د اسلامی څیړنو ټولنې د يوې بيانیې په جاری كولو سره اعلان وكړ د خدای د ګران رسول (ص)، د حضرت عيسی (ع) او د هغۀ د مور حضرت مريم (ع) په شان كښې د اسرائيلو د ټيلی ويژن سپكاوی به د دينونو ترمينځ خبرې اترې ګډوډې كړی او منفی نتيجې به ولری.
قرانی خبری اژانس اېكنا د نسيج اطلاعاتی مركز په حوالې سره رپوټ وركړ د الازهر د اسلامی تحقيقاتو د ټولنې په خپله بيانيه كښې د حضرت عيسی (ع) په حقله د اسرائيلو د ټيلی ويژن سپكاوی د اسمانی دينونو د پيروكارو ترمينځ د جنګ جګړو د شروع كولو د عامل په بللو سره له سپكاوی نه د ډكو دغو پروګرامونو د بندولو غوښتنه وكړه. په دغه بيانيه كښې همدا رنګ د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی په شان كښې د دغه ټيلی ويژن لخوا پرله پسې سپكاوی په سختۍ سره وغندل او دا اقدام یې د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زخمی كيدو سبب وبالۀ. د صهيونيسټ رژيم د ټيلی ويژن ١٠ چينل تيره اونۍ د اسلام د ګران پيغمبر (ص) ، حضرت عيسی (ع) او حضرت بی بی مريم (ع) په شان كښې له ګستاخۍ نه ډك پروګرامونه وړاندې كړل چې دغه اقدام د نړيوالو ټولنو او ځينو اسلامی هيوادونو لخوا په سختۍ سره وغندلې شو.
370341
captcha