د قرانی خبرې اژانس اېكنا د رپوټ له مخې دغه ويبلاګ چې د قرانی خبری اژانس اېكنا د ايران د لويدیځ آذربائيجان د څانګې د خبريالانو لخوا په ليكه شوی دی په خپله وروستۍ خپرونه كښې ليكلی دی چې د سورۀ نساء په ١٣٧ ايت كښې راغلی دی: ((دوی دا ويل چې مونږ د خدای پيغمبر عيسی بن مريم وواژۀ او حال دا چې هغه یې نۀ دے وژلی او نۀ یې پانسی كړی دی خو امر په هغوی باندې مشتبه شو او هغو كسانو چې د هغۀ په اړه یې اختلاف وكړ نو په قطعی توګه د دې په حقله په شك كښې پرېوتی دی او هیڅ علم یې نه لری بې له دې چې د ګمان پيروی وكړی او په يقين سره چې هغه یې نۀ دے وژلی.))
په دغه وېبلاګ كښې راغلی دی چې د احاديثو له مخې حضرت امام مهدی (ع) به د دغه انقلاب د لارښود او مشر په توګه او حضرت عيسی (ع) به په ټوله دنيا باندې د اسلام په بالادستۍ كښې د هغۀ د ملاتړ ، ملګری او مرستيال په توګه كردار ادا كوی او همدا رنګ به هغه د امام مهدی (ع) په امامت كښې نمونځ ادا كوی.
370331