قرانی خبری اژانس ايكنا د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشرۍ د رسندويو د چارو د دفتر په حوالې سره رپوټ وركړ چې د ولسمشر وړومبی مرستيال پروېز داودی د اسفند په لسمه نېټه د شام له وزيراعظم ناجی عطری سره په ګډو خبرو اترو كښې ايران ته د شام د وزيراعظم په سفر باندې د خوشحالۍ په څرګندولو سره د دواړو هېوادونو تعلقات مخ په ترقۍ وبلل او وې ويل تهران او دمشق د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د په هوښيارتيا او دوراندېشۍ سره تل په اوچته سطح خپل تعلقاتو لرلی دی. ښاغلی داودی د غزې د خلقو په ملاتړ كښې د شام د خلقو او حكومت د انسان دوستانه دریځونو په قدرونې سره وويل: ايران او شام دواړه هېوادونه چې د غزې د خلقو په ملاتړ كښې مخكښې مخكښې وو بايد د دغې سيمې په بيا روغونه كښې هم فعال وی او همدا رنګ پكار دی د صهيونېسټ رژيم جنايتكار سر مشران په نړيوال عدالت كښې محاكمې ته راكاږی
هغۀ زياته كړه چې له صهيونېسټ رژيم سره په نابرابرانه جنګ كښې د غزې د خلقو مقاومت يوه كاميابی وه چې د فلسطين د ولس او د مسلمانو ولسونو په برخه شوه. هغۀ وويل د عراق امنيت د ټولې سيمې امنيت دی او پكار دی چې نيواكګر ځواكونه له عراق څخه وځی. هغۀ وويل د ايران اسلامی جمهوريت په شام كښې د تقريباَ ٥.١ مليارډ ډالرو ګډې پروژې او پانګونې لری چې د ترسره كېدو په حال كښې دی. داودی د ايران، شام، عراق او تركیې په شمول د سيمې د هيوادونو ترمينځ د دا ډول تعلقات د سيمې د سولې او ثبات لپاره مهم وبلل.
د شام لومړی وزير محمد ناجی عطری هم په دې كتنه كښې د دواړو هيوادونو تعلقات تاريخی ، كلتوری او ژور وبلل. هغۀ د نړيوالو ګواښونو په وړاندې د اسلامی هيوادونو په يووالی او پيوستون باندې تاكيد وكړ. د شام لومړی وزير د سوله ايزې اېټمی انرجۍ لرل د ايران د اسلامی جمهوريت مسلم حق وباله.
هغه زياته كړه فضا ته د ايرانی سپوږمكۍ كامياب لیږل نه يوازې د ايران بلكې د ټولو اسلامی هيوادونو لپاره د عزت، افتحار او سرلوړۍ سبب دی.
370393