IQNA

په افغانستان كښې د جامعة‌‌المصطفی(ص) العالمية په پروګرامو كښې د لسو زرو قران زده كوونكيو ګډون

9:10 - March 02, 2009
د خبر لمبر: 1750307
د افتخاری خبريالو ډله/ سيد جعفر فاطمی نوش ابادی: په افغانستان كښې د جامعة‌‌المصطفی(ص) العالمية د څانګې مرستيال وويل: جامعة‌‌المصطفی(ص) العالمية د افغانستان په بيلا بيلو برخو كښې د قران لس زره زده كوونكی سبق وايی.
د ايران د افتخاری خبريالو د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د حوزې د خبر له مركزه یې نقلوی، په افغانستان كښې د جامعة‌‌المصطفی(ص) العالمية د څانګې مرستيال «حميدرضا ميرصانع» د قران او حديث د څوالسم المپك په موقع خبری اژانس سره په خبرو كښې وويل: دې كال د قران دوه سوه مركزونو، كتابتونونو او جماتونو ته قرانونه او د قران د زده كړې كتابونه وركړی شوی دی.
هغه وويل: په روان كال كښې په افغانستان كښې د جامعة‌‌المصطفی(ص) العالمية د څانګې له خوا 550 د قران د لومړې سطحې استاذان په مزار شريف، باميان او كابل كښې وروزل شو.
هغه زياته كړه: د قران دا كلاسونه او ټولی همدانګ هميشه په افغانستان كښې شورو دی، افغانستان په نړۍ كښې د قران مجيد ډېر استاذان لری چې كه د المپك مشران ورسره مرسته وكړی نو په دې كښې د ګډون لپاره ايران ته راتلی شی.
370673
captcha