IQNA

9:09 - March 02, 2009
د خبر لمبر: 1750308

د ربيع الاول د مياشتې په شورو كيدو سره د حضرت عبدالعظيم(ع) زيارت ته ډېر زواران راغلل.

ټولنيزه ډله: د ربيع الاول د مياشتې په شورو كيدو سره د حضرت عبدالعظيم(ع) او د حضرت سيد عبدالكريم(ع) د خوا وشا كسان او همدارنګ د ليری ځايونو كسان دې مرقدونو ته حاضر شو او امامزادګانو ته یې د دې مياشتې په مناسبت مباركی وويله.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د دارالحديث علمی كلتوری مؤسسې د څانګې په ګزارش، چې د امام زاده د مزار له كاركوونكيو یې نقلوی، د دې مياشتې په شورو كيدو سره د دې مزار ټول غولی (صحنونه) له داسې زوارانو ډك وو چې د دې مياشتې په راتللو خوشحال وو او خپل پروردګار سره په زار او نياز اخته وو او له هغه د امام زمان عجل الله تعالی فرجه الشريف لپاره دعا وغوښتله.
دا مياشته د اسلامی كال دريمه مياشت ده چې د شيعو لپاره د خوشحالۍ مياشته ده چې پكښې د تاريخ مهمې پیښې لكه ليلت المبيت، د پيغمبر(ص) له مكې مدينې ته هجرت، د پيغمبر(ص) او د امام صادق(ع) زوكړه، د پيغمبر(ص) حضرت خديجه سره وادۀ، د امام مهدی(عج) د امامت شورو كيدل او د يزيد بن معاويه هلاكيدل، د خوشحالې دا پیښې پیښې شوی دی.
370813
captcha