IQNA

زواران دې له هر هغه عمله ډډه وكړې چې د مسلمانانو وحدت ورسره خرابیږی

9:05 - March 02, 2009
د خبر لمبر: 1750312
ټولنيزه ډله: په حج او زيارت كښې د ولی فقيه استازی د خانه كعبې، حج او عمرې زوارانو ته وويل: حج د مسلمانانو د وحدت يو نښانه ده نو په دې كښې نبايد داسې عمل وكړې شی چې ورسره دا وحدت او يو والی خراب شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د حج د اطلاع سوونكی مركز یې نقلوی، د حج په چارو كښې د ولايت فقيه استازی آيت‌الله «محمد محمدی ری‌شهری» دحج او عمرې زوارانو ته په يو پيغام كښې دا خبرې وكړې چې په لاندينۍ توګه دی.
«د خدای پاك د كور پاكو مينه والو او زوارانو په تاسو دې درود او سلام وی چې خدای تاسو ته دا توفيق دركړ چې د هغې پاكې ځمكې زيارت وكړئ او د احرام پاكې جامې واچوئ!
ياد ساتئ! په تاسو كښې هر يو كس د اسلامی ايران نماينده دی يو داسې هيواد چې په اسلامی نړۍ له پوخ كلتوره پرته د شيعو هيواد ګڼل كیږی او د نړۍ د اسلامی هيوادونو سترګې د دې په لور دی.
زۀ تاسو په دې معنوی سفر كښې د څو ټكو يادونه كوم:
1- په حرمينو كښې بايد له دې زيات قران سره پيژنګلوی پيدا كړئ په هغې كښې فكر وكړئ او د هغې له بركتونو ګټه اوچته كړئ.
2- حج او كعبه د مسلمانانو د يووالی نښانه ده او مسلمانان په ورځ او شپه كښې څو ځله د هغې په لور لمونځ كوی نو نبايد پكښې داسې عمل وشی چې د مسلمانانو وحدت ككړ او خراب كړی.
د اسلامی وحدت لپاره هڅه وكړئ او د جمې په لمانځه كښې ګډون وكړئ.
3- د دې قافلې مشران دې بايدلازياته هڅه وكړی چې زواران بې له څه ويرې حج او عمره په صحيح طريقه ترسره كړی.
4- حج د امام خمينی(ره) په وينا د ابراهيم سنت ژوندی كول دی نو بايد د هغې ادا كول مونږ له ابراهيم خليل الله څخه زده كړو.
5- په دې سفر كښې ډېره زياته دعا كوئ او له خدايه د امام زمان(عج) تعجيل لپاره دعا وغواړئ.

په اخر د ټولو لپاره په كاميابۍ سره د بيرته راستنيدو دعا كوم.
محمد محمدی ری‌شهری
د ولی‌فقيه نماينده او دايرانی حجيانو مشر»
370760
captcha