IQNA

«د فلسطين د مقاومت او د غزې د جنايت د قربانۍ سمبول» نړيوال كانفرنس ترسره كیږی

9:03 - March 02, 2009
د خبر لمبر: 1750316
سياسی ډله : د ايران د اسلامی شورا د مشرتابۀ د جرګې غړی د اسلامی شورا لخوا د كب د مياشتې په ١٤ او ١٥ نیټه په تهران كښې « فلسطين د مقاومت او غزه د جنايت د قربانۍ سمبول» تر عنوان لاندې د يو نړيوال كانفرنس له جوړيدو څخه خبر وكړ.
د ايران په اسلامی شورا كښې د فلسطين او لبنان د فراكسون مشر حجت الاسلام والمسلمين محمد رضا ميرتاج الدينی د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا له خبريال سره په مركه كښې د دې مطلب په اعلانولو سره وويل په دې كانفرنس كښې د عربی او اسلامی او حتی د غير اسلامی هيوادونو د پارليمانونو له ديرشو نه زيات مشران ګډون كوی او مجموعی توګه له دې كانفرنس څخه ډير هركليشوی دی.
د هيواد د درې واړو قواؤ مشران به هم د دغه كانفرنس چې په تهران كښې د اسلامی كانفرنس د غونډو د جوړېدو په ځای كښې د پرانيستې په دستورو كښې ګډون كوی.
د يادونې وړ ده چې له فلسطين څخه د ملاتړ په دغه غونډه كښې د ګډون لپاره د عربو اتحادیې، اسلامی كانفرنس، د غير متعهدو هيوادونو د تنظيم په شان نړيوالو ټولنو، د اسلامی نړۍ نامتو شخصيتونو، حقوقی او نړيوالو شخصيتونو، د بشری حقوقو او د فلسطين مدافعو غير سركاری تنظيمونو، ځينو اين جی او ګانو او همدا رنګ د مختلفو دينونو استازيو ته بلنه وركړې شوې ده.
371055
captcha