IQNA

د اسلامی وحدت دوه ويشتم نړيوال كانفرنس په تهران كې شورو كیږی

9:00 - March 02, 2009
د خبر لمبر: 1750319
سياسی ډله: د اسلامی وحدت (يووالی) دوه ويشتم نړيوال كانفرنس د « اسلامی امت او ورته پیښ خنډونه» تر عنوان لاندې د اسفند د مياشتې په 23 نیټه، درې ورځې په تهران كې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،چې د تقريب مذاهب اسلامی ټولنې د عمومی روابطو څخه یې نقلوی په دې كانفرنس كې به د اسلامی مذاهبو د تقريب ټولنې د نورو هيوادونو جرمنی، انګلينډ، انډونيشيا، عراق، لبنان، سعودی عرب، تايی لينډ، الجزاير غړی او ځينې متفكران او پوهاند او علمی او كلتوری ستر شخصيونه له 45 هيوادو ګډون كوی.
په دې كانفرنس به مقالې هم وړاندې كیږی چې ځينې موضوعات یې دا دی. اسلامی امت ته پیښ خنډونه، د تحريك اميزو كارونو تبليغ، جهل او تعصب او په اسلامی امت كې د ژبې، نسل، مذهب او تاريخ په وجه بيلتون راوستل.
همدارنګ د اسلامی امت د وحدت (يووالی) مخ ته د راتلونكی خنډونو مخ نيوی لپاره پروګرامونه جوړول هم د دې كانفرنس له موضوعاتو څخه دی.
371034
captcha