IQNA

تيونس « قيروان، په ٢٠٠٩ كال كښې د اسلام كلتوری پلازمينه» كوربا كیږی

9:29 - March 03, 2009
د خبر لمبر: 1750864
نړيواله ډله: د « قيروان په ٢٠٠٩ كال كښې د اسلامی نړۍ د كلتوری دارالحكومت» مراسم د اسلام د ګران پيغمبر (ص) د ميلاد له كليزې سره په يو وخت په تيونس كښې شروع كیږی.
د ايران قرانی خبری اژانس د EL MOUDJAHID په حوالې سره رپوټ وركړ : د (( قيروان په ٢٠٠٩ كال كښې د اسلامی نړۍ د كلتوری دارالحكومت )) مراسم د اسلام د ګران پيغمبر (ص) د ميلاد له كليزې سره په يو وخت په تيونس كښې شروع كیږی. دغه مراسم به له ټولو اسلامی هيوادونو څخه د ګډون كوونكو په حضور كښې د اسلامی موسيقۍ د ډلو په شتون او د مختلفو هنری پروګرامونو په اجرا كولو سره پرانيستې شی.
په دغو مراسمو كښې د قيروان تاريخ او د دغه ښار د جوړيدو مختلفو مراحل به په يو پروګرام كښې حاضرو خلقو ته وښودل شی.
همدا رنګ (( په اسلامی كلتور كښې د قيروان مقام )) او (( كلتور ميراث او په انسانی شخصيت كښې د هغۀ رول )) تر عنوانو لاندې يو لړ غونډې به په همدغه ورځ جوړې شی. د دغه ښار د تاريخ، تمدن او مقام د معرفی كولو لپاره له مختلفو غونډو، كانفرنسونو او اجلاسونو نه پرته د كلتور، موسيقۍ، ادبياتو، دين، سياست او اقتصادياتو په مختلفو ميدانونو كښې لوړ رتبه شخصيتونو ته نشانونه هم وركړې كیږی.
د قيروان تاريخ ٥٠ هجری ( ٦٧٠ ميلادی ) كال ته ګرځی. نو له دې مخې تر ټولو پخوانی اسلامی ښار دی. د دې ښار جوړښت چې د تيونس د جنوب ختیځ په ٢٠٠ كيلومیټرۍ پروت دی د اسلامی تمدن د تاريخ په شورو كښې ترسره شو چې د اسلام په خپرولو او جهاد كښې یې مهم رول په غاړه لرلی دی
د اسلامی علومو او كلتور د زدكړو تنظيم ( آيسكو ) هر كال درې ښارونه د اسلامی نړۍ د پايتخت په توګه معرفی كوی چې په يو كال كښې بايد د اسلام او مسلمانانو د تاريخ، تمدن او كلتور په شان د اسلامی هيوادونو د مختلفو اړخونو د معرفۍ كولو لپاره يو لړ پروګرامونه وړاندې كړی.
371670
captcha