د ايران قرانی خبری اژانس ايكنا په اماراتو كښې د ايران د فرهنګی مركز په حوالې سره رپوټ وركړ: په اماراتو كښې د ايران د كلتوری مركز مشر حاتمی په دبۍ كښې (( د فارسۍ او عربۍ تطبيقی ادبيات )) په موضوع سره د ايران او اماراتو په ادبی غونډه كښې وويل: د تاريخ په اوږدو كښې هويتونه تل د افكارو سرچينه وه، نو په دې بنياد د ايرانيانو مشرقی او اسلامی هويت د دې سبب شو چې د اسلام له ظهور نه پس فارسی او عربی ادبيات د دوو ژبو په قالب كښې يو شان افكار رامنځته كړی. هغۀ څرګنده كړه ادبيات په مثال د هندارې دی چې د خيال په عنصر سره افكار په خپلو كښې ګډوی او د نظم او نثر په قالب كښې راڅرګندوی.
هغۀ وويل: په اوس حال كښې په زياترو عربو هيوادونو كښې د فارسۍ ژبې زدكړه د مصری استادانو په غاړه ده او په ايران كښې هم عراقی استادان د معاصرې عربۍ ژبې د زدكړو زياته برخه په غاړه لری
همدا رنګ سلوانان سلمان پور شهاب غانم او نورو شاعرانو، ليكوالانو او مولفانو په دې غونډه كښې ويناګانې وكړې او د عربی او فارسی ادبياتو د مشتركاتو په حقله یې رڼاګانې واچولې.
دغه غونډه په اماراتو كښې د ايران د كلتوری مركز او د ميشتو ايرانيانو د ټولنې په همت او د اماراتو د ليكوالانو او اديبانو د اتحادیې، د حافظ د ادبی انجمن او د ايرانيانو د هنركدې په همكارۍ سره د كب په ١١ نیټه په دبۍ كښې جوړه شوه.
371585