IQNA

د اسلامی اقتصاد نړيوال سيمينار په انډونيشيا كې پيل شو

9:18 - March 03, 2009
د خبر لمبر: 1750896
نړيواله ډله: د اسلامی اقتصاد پنځم نړيوال سيمينار نن د اسفند د مياشتې په دولسمه نیټه د انډويشيا په پلازمينې جكارته كې شورو شو
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د كويت د خبری اژانس «kuna» څخه یې نقلوی، چې دا سيمينار به نړۍ د مختلفو هيوادو د عالمانو او اقتصادی كارپيژاندو په ګډون تر سره كیږی او مقصد یې د نړۍ د اوسنی اقتصادی كړكيچونو جاجول او د هغې سره د مقابلې د څرنګوالی، اعلان شوې دی.
د ملائشيا مخكښينی لومړی وزير ښاغلی «موسی هيتام» په دې هكله اعلان وكړ: چې په اسلامی اقتصاد پنځم نړيوال سيمينار كې به د نړۍ د خورې د امنيت، انرجی امنيت او همدا رنګ د نړۍ اوسنی اقتصادی كړكيچونو سره مقابله كول به جاجولې شی.
هيتام ټينګار وكړ چې په دې سيمينار كې موجود هيوادونه به خپلې ليد توګې د نړيوال اقتصادی كړكيچ په هكله وړاندې كوی او د اقتصادی رابطو د مضبوطولو او د انرجی سرچينو د تامين كولو په باره به هم خبرې اترې كیږی.
موسی هيتام په پاې كې تاكيد وكړ: د نړۍ د اوسنی اقتصادی كړكيچ ته په پام سره، اوس داسې سيمينارونه تر سره كول، ډير زيات اهميت لری.
هغه هيله من شو چې په اسلامی اقتصاد پنځم نړيوال سيمينار كې موجود هيوادونه دې د اقتصادی كړكيچ سره د مقابلې كولو لپاره، په يو ګډه ليد توګې ورسی.
371603
captcha