IQNA

په كولورادو پوهنتون كې د اسلام پيژندلو اوونۍ شورو شوه

9:22 - March 03, 2009
د خبر لمبر: 1750898
نړيوله ډله: د اسلام د پيژندلو اوونۍ د كولورادو پوهنتون د مسلمان زده كوونكيو د انجمن په مرسته له پرونه د اسفند د مياشتې په 11 نیټه په امريكې كې په هم دې پوهنتون كې پيل شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د «Coloradodaily» ورځپاڼې یې نقل كړی ليكی د دې پروګرام د تر سره كولو مقصد، د غير مسلمانانو زده كوونكيو ته د صحيح اسلام دين او كلتور معرفی كول او د اسلام صحيح تعليماتو ښودنه ده.
د دې پروګرام په وړومبی ورځ، د يو نوموړ مسلمان ليكوال ښاغلی «رضا اصلان» وينا د اسلام هراسی او هغې سره مقابلی په موضوع د وړومبنۍ ورځې يوه اهمه برخه وه.
د دې پوهنتون مسلمان زده كوونكی په دې هڅه كې دی چې كوم غلط تصورات اسلام او مسلمانانو په هكله دی هغه دې اصلاح كړی او په هم دې هكله یې ډير پروګرامونه تيار كړی دی چې په دې اوونۍ كې به یې چلوی.
371588

captcha