IQNA

9:24 - March 03, 2009
د خبر لمبر: 1750912

په تاييلينډ كښې د ايران په كلتوری سنټر كښې د دينی طالبانو او د جمعې د امامانو ناسته

سياسی او ټولنيزه ډله: له ايرانه چې كوم دينی طالبان هلته تلی دی هغوی به د اسفند د مياشتې په 16نیټه د بينكاك په ښار كښې د ايران په كلتوری سنټر كښې راټولیږی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې په تاييلينډ كښې یې د ايران له كلتوری سنټره نقلوی، په دې ناستې كښې اتيا طالبان ښځې او نر او د جمعې امامان چې د قم له علمی حوزې فارغ شوی دی ګډون كوی او همدارنګ به پكښې په ميانمار، بنګلاديش او تاييلينډ كښې د رهبر نماينده «آيت‌الله شاهرخی» په هم پكښې ګډون كوی.
آيت‌الله شاهرخی به په دې ناسته كښې د امام حسن عسكری(ع) په ژوند باندې رڼا اچوی او اخلاقی مسلې به بيانوی.
او همدارنګ به پكښې حاضر شوی طالبان او د جمعې امامان د بيلا بيلو شرعی مسلو په هلكه خبرې كوی.
371491
captcha