IQNA

9:16 - March 03, 2009
د خبر لمبر: 1750919

د تهران ستر قاضی د صهيونيسټو د رژيم د 15 كسانو د نيولو درخواست اينټرپول ته وركړ

سياسی ډله:د تهران ستر قاضی د لومړنيو څیړنو په بشپړتيا سره د اسرائيلو د هغه 15 كسانو لپاره چې په غزې كښې یې ظلمونه كړی دی د نړيوالو او داخلی قانونو په سبب د هغوی د قيدولو درخواست، نړيوال پليس (اينټرپول) ته وركړ.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش د تهران له عدالته په نقل، دا كار د اينټرپول او د ژنو د كميشنونو (12 اګست 1949) په اساس په بيله توګه د دې كميشنونو دويمې مادې ته په پام چې د ټولو تر مينځ مشتركه ده او د څلورم كميشن 146 او 147 مادې ته پام چې د غير فوځيانو كسانو د حمايت په هكله ده، د نړيوال پوليس په لاس تر سره شو.
دا په لومړۍ مرحلې چې دا د پينځلسو كسانو نومونه مخې ته راغلی دی او په وروستنيو څیړنو كښې د ټولو ظالمانو چې له سلو زيات كسان دی په بل درخواست كښې ليكل كیږی.
د دې ظالمانو نومونه او پيژونګلوی په دا رنګ دی چې لومۍ اينټرپول پوليس ته وركړی شوې ده او بيا د هغوی په لاس 180 هيوادونو ته وركړی شوی دی:
1 ـ ايهود اولمرت كفيل د رژيم صهيونيسټی وزير
2 ـ ايهود باراك د صهيونيسټی رژيم د جنګ وزير
3 ـ تزيپی ليونی د صهيونيسټی رژيم د بهرنيو چارو وزير‌
4 ـ راوآلوف گابی (گابريل) اشكنازی صهيونيسټی رژيم د مسلح فوځيانو مشر
5 ـ آيدو نيوهاشتان د صهيونيسټی رژيم د هوايی فوځ مشر
6 ـ يوا گالانت د صهيونيسټی رژيم اسراييل د «سرب گداخته» د عملياتو مشر
7 ـ آموس بادلين د صهيونيسټی رژيم د فوځ د اطلاعاتو مشر
8 ـ رن آشرو د صهيونيسټی رژيم د غزې په شمالی سيمې كښې د گيواتی ډلې مرستيال
9 ـ اورن كوهن د غزې په ختیځ كښې گولالی د 13ډلې مشر
10 ـ يوا مردخای د صهيونيسټی رژيم په تل الهوی سيمې كښې د پياده فوځ د ديارلسم ټولی مشر
11 ـ يگال اسلويك د صهيونيسټی رژيم اسراييل د 401 زرهی ډلې مشر
12 ـ آوی بلات د صهيونيسټی رژيم د 101 چترې والو د ټولی مشر
13 ـ آوی پلد د صهيونيسټی رژيم اسراييل د 51 فوځی ټولی مشر
14 ـ هرتزی هالوی په غز كښې د صهيونيسټی رژيم د چترې والو د ټولی مشر
15 ـ تامر تيستر د صهيونيسټی رژيم اسراييل د گيواتی د ټولی مشر
دې ټولو ظالمانود 2008 د دسمبر په 27 نیټه دا جنګ شورو كه لومړۍ یې هوايی حملې وكړی با یې د 2009 كال د جنورۍ د مياشتې په 3 نیټه دويمه مرحله شورو كړه او ځمكيز فوځ یې روان كړ چې په دې كښې 1285 فلسطينی كسان شهيدان شول چې 111 پكښې ښځې او 281 پكښې ماشومان وو 2400 كورونه، 29 مدرسې، 30 مذهبی ځايونه او په زرګونو باغونه او پټې خراب شول چې په دې ټول وخت كښې دې كسانو د جنګ حكم وركړی و.
نو دې ته پام په هغوی باندې د ژنو د څلورم كميشن د ماتولو تور څرګند دی چې ډېر خلك یې بې ګناه وژلی دی او دا كارونه یې كړی دی.
د دې اطلاعيه په اخر كښې دا هيله شوې ده چې اسلامی هيوادونو او ټولو ازادو هيوادونو سره په مرسته په دې درخواست عمل وشی او ظالمانو ته دې بشپړه سزا وركړی شی.
371404
captcha