له اردن څخه د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د خبريال د رپوټ له مخې د اردن باچا دويم ملك عبدالله د جګړو د ختمولوپه هدف د فلسطين او اسرائيلو د خبرو اترو، د نړيوالو قوانينو په بنياد د فلسطين د خپلواكه حكومت د جوړولو او د عربو د سولې د اقدام په ضرورت باندې پخلی وكړ. او دا چاره یې په فلسطين كښې د جنګونو د ختمېدو يوازينۍ لاره وبلله.
دويم عبدالله مينځنی ختیځ ته د امريكې د ولسمشر له استازی سره په كتنه كښې له امريكې وغوښتل چې په جدی او چټك اقدام سره دې د فلسطين او صهيونيسټ رژيم نښتې ختمې كړی.
هغۀ د غزې د بيا رغونې او د انسانی او روغتيائی مرستو په شمول خپلو اړتياو ته د غزې د خلقو د رسيدو د ضمانت په ضرورت باندې تاكيد وكړ.
ميشل هم په دې كتنه كښې وويل: مونږ به په مينځنی ختیځ كښې د سولې د ټينګښت او د يو خپلواكه فلسطينی هيواد د جوړولو چې وكړې شی په كامل امنيت سره د اسرائيلو ترڅنګه ژوند وكړی لپاره له ټولو كوششونو نه كار واخلو.
371367