د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د قرقيزستان جمهوريت د څانګې د رپوټ له مخې د قرقيزستان د تعليم د وزارت د اطلاع رسونې دفتر اعلان وكړ: دغه وزارت د عمومی زدكړو په مركزونو كښې په دينی صفاتو سره بيا په خاصه توګه د مسلمانو جينكو د ستر او پردې د ممنوعيت په موضوع غور كوی او د وزارت استازی هم د اساسی قانون مادې ته په پام سره په دې اړه خپلې راې وړاندې كوی.
په همدې لړ كښې د قرقيزستان د تعليم وزارت وړانديز كړی دی چې د هيواد په عمومی مدرسو كښې له اول كلاس نه تر څلورم كلاس پورې پكار دی يو لباس وټاكل شی او د اوچتو كلاسونو زده كوونكی دې هم د يو لباس خيال ساتل په ځان لازمی كړی.
له دې امله چې په قرقيزستان كښې ستر او پرده د سمی لباس نه ګڼل كیږی دغه مشكل هم هغه شان باقی دی. په دا ډول چې حتی د قرقيز ولس په كلتور او دود كښې جينكۍ هیڅكله ستر نۀ كوی، دا په داسې حال كښې دی چې میړۀ لرونكې ښځې د اسلامی پردې خيال ساتی او له بلې خوا د كار په ځايونو او پوهنتونونو كښې د هغوی له شتون سره مخالفت كیږی.
په همدې لړ كښې د قرقيزستان د ښځو د موسسې مشر جمال فرونت بيك قيزی دې ته په اشارې سره چې د كار په چاپيريال كښې د اسلامی ستر ساتل د قرقيزی ديندارو ښځو له مشكلاتو څخه دی باوری دی د پوهنتونونو او لويو مدرسو مشران د سترمنو ښځو له شتون سره د مخالفت او ممنوعيت لپاره هیڅ دليل نه لری ځكه چې د قرقيزستان اساسی قانونو له دې سره چې دين له حكومت نه بيل ګڼی له دينی شعائرو څخه پېروی او د پردې اچول جائز ګڼی.
372736