د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د رپوټ له مخې « د اسلام او ايران د روغتيا ميراث او كلتور» ملی غونډه چې په امام علی هال كښې د اسلامی نړۍ د ځان باورۍ د ژوندی كولو، محصيلينو ته د اسلامی روغتيائی تاريخ تحقيقاتی لاسته رواړنو د وړاندې كولو او د هغو د تكميل په زمينه كښې د دغې زمينې د مفكرانو د تعامل په هدف سره جوړه شوې ده سبا د كب د مياشتې په ١٥ نیټه به ختمه شی.
د اسلام روغتيائی لارښوونې، د ايران دوديز طب، د اسلام او ايران روغتيائی تاريخ، له روغتيائی ميراث څخه د استفادې كولو راتلونكی افقونه ، د سلامتيا د ارتقا لپاره د اسلامی ولسونوهمكارۍ، روغتيائی اخلاق او حقوق، د اسلام او ايران په تمدن كښې د روغتيا خلاقيتونه، د اسلام او ايران په كلتور او تمدن كښې بيا كتنه، په طب باندې د جندی شاپور تاثير او د اسلامی او ايران د مشاهيرو د ژوند زده كوونكی ټكی له هغو موضوعاتو څخه دی چې له تيرې ورځې څخه د روغتيا د مختلفو څانګو د استاذانو په شتون سره پرې بحث او غور شوی دی
د كلتوری انقلاب په عالی شورا كښې د اسلام او ايران د كلتور او تمدن د كمیټۍ مشر علی اكبر ولايتی، د اسلامی شورا د روغتيائی كميشن مشر شهاب الدين صدر، د روغتيائی علومو د څانګې او د شهيد بهشتی د روغتيائی درمانی خدمتونو مشر محمد صادقی، د تهران په پوهنتون كښې د رهبرۍ د ستر مقام د نمائندګۍ د كمیټۍ مشر حجت الاسلام كانتری او نور شخصيتونه د دغې غونډې ګډون كوونكی دی.
373028