IQNA

د اسلام روغتيائی او درمانی تعليماتو ته د لا زياتې پاملرنې ضرورت دی

10:24 - March 06, 2009
د خبر لمبر: 1752181
د علم او فكر ډله: : د اسلام په توحيدی تعليماتو كښې بدن د روح د لوړتيا لپاره د يوې كړكۍ په توګه معرفی شوی دی او د روح لوړتيا بدن ته له پاملرنې نه بغير ناممكنه ده
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د رضوی خراسان د څانګې د رپوټ له مخې د رضوی خراسان ګورنر محمد جواد محمدی زاده پرون په طب كښې د اسلام د نظرياتو په پنځم كانفرنس كښې چې «د انسان د بدن له جوړښت څخه په الهام سره د اجتماعی نظاماتو انجنيئری» په موضوع سره د امام رضا (ع) په روغتون كښې وشو د دې مطلب په بيانولو سره څرګنده كړ:
د اسلام په توحيدی تعليماتو كښې بدن د روح د لوړتيا لپاره د يوې كړكۍ په توګه معرفی شوی دی او د روح لوړتيا بدن ته له پاملرنې نه بغير ناممكن دی. هغۀ روغتيا، اسانتيا، جمال، وده ، ترقی او د ژوند د كيفت ارتقا د انسان د بدن له حقوقو څخه وبلل او زياته یې كړه د پاكو اهلبيتو (ع)په افكارو كښې هیڅوك حق نۀ لری په انسان كښې د بدن او روح برخه باندې سترګې پټې كړی.
د رضوی خراسان ګورنر په دوام كښې وويل: زمونږ دينی او اسلامی تعليماتو روغتيائی علوم د دينی علومو هم مرتبه بللی دی او د انسان د سلامتيا لپاره د يو خاص قداست قائل دی.
محمدی زاده د عالمانو، فقيهانو او مفكرانو په همت سره په روغتيائی زمينه كښې د انسان ګڼ شمېر پوښتنو ته د ځواب ويلو په لازموالی باندې تاكيد وكړ او وې ويل: دغه پوښتنې فقط د اسلام له مبين دين سره منحصرې نه دی بلكې په ټولو دينونو كښې مطرح دی چې د دا ډول غونډو په جوړولو سره په دې لړ كښې لا اوچت ګامونه اخيستې شو.
د يادونې وړ ده چې دغه درې ورځنۍ غونډه په اتو محورونو سره د عملی حوزې او پوهنتون د استاذانو او عالمانو په شتون سره په مشهد كښې كیږی.
372992
captcha