IQNA

د اردبيل د اسلامی تبليغاتو د ادارې عمومی سيكتر

دينی مسائل پكاردی د هنر په قالب كښې وړاندې شی

10:21 - March 06, 2009
د خبر لمبر: 1752186
د قرانی فعاليتونو ډله: د اردبيل د اسلامی تبليغاتو د ادارې عمومی سيكتر مهدی ستوده د ايران د قرانی خبری اژانس د اردبيل له څانګې سره په مركه كښې وويل: دينی او مذهبی مسائل پكار دی د تر ټولو غوره شكل كښې او تر ټولو يو هنری قالب كښې ځوان كهول ته وړاندې شی
د اردبيل د اسلامی تبليغاتو د ادارې عمومی سيكتر مهدی ستوده د ايران د قرانی خبری اژانس د اردبيل له څانګې سره په مركه كښې وويل: دينی او مذهبی مسائل پكار دی د تر ټولو غوره شكل كښې او تر ټولو يو هنری قالب كښې ځوان كهول ته وړاندې شی، ځكه چې د هنر ژبه هدف ته د رسيدو لپاره تر ټولو غوره طريقه ده او د دين او قران د تبليغ په لاره كښې يو صحيح ګام كېدې شی.
هغۀ څرګنده كړه: د كلتوری پروګرامونو په اجرا او اګاه كولو سره پكار دی قران مجيد ته د مسلمانانو نظر بدل شی چې په خپل ژوند كښې دغه مهم ورك شوی څيز بيا مومی او د هغۀ د نيكمرغۍ له سمندر څخه برخه ور شی.
هغۀ ځوانانو ته د اسلام د غنی فرهنګ په ورپېژندلو باندې په پخلی سره څرګنده كړ: په مينځومان كښې د ځوانانو په هويت موندنه او هغوی ته د عملی او كرداری نمونو په معرفی كولو او ورته د اسلامی كلتور په ورپېژندلو كښې د كورنۍ رول پكار دی لا زيات شی.
هغۀ زياته كړه دې ته په پام سره چې پردی تل د دينی عقائدو او كلتور لپاره كوشش كوی پكار نۀ دی د اولاد له صحيح تربيت او د قرانی او دينی كلتور په اړه د هغوی له اګاه كولو څخه غفلت وشی.
373077
captcha