د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د «Islam Online» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د مصر عالمانو په دې خبره ټينګار كړی دی چې د مسلمانانو كتابونه بيا ليكلو ته اړتيا نه لری ځكه چې په هغې كښې داسې هیڅ خبرې نشته چې د نورو دينونو سپكاوې ورسره كیږی.
هغوی همدارنګ وويل: دا مشكل او خرابی خو د لويدیځو هيوادونو په كتابونو كښې ده چې هغوی دا غواړی چې د اسلام او د پيغمبر(ص) څيره خرابه كړی، هغوی بايد خپل كتابونه بيا وګوری او بدل دې كړی.
د الازهر د پوهنتون ځينو استاذانو هم دا اعلان كړی دی چې د پوهنتون مشر «محمد طنطاوی» له ډېر وړاندې نه دا اعلان كړی و چې دا كتابونه دې بيا وكتل شی او اوس په دې كتابونو كښې هیڅ نامناسبه خبره نشته.
څه وخت وړاندې د واتيكان او الازهر په يوه ګډه ناسته كښې دا بيانيه ليكل شوې وه چې له كتابونو دې هغه مطلبونه ليرې شی چې پكښې د مذهبونو سپكاوی دی.
372825