IQNA

جمهوری اسلامی ايران د اسلامی نړۍ عزت او درناوې غواړی.

10:07 - March 06, 2009
د خبر لمبر: 1752216
سياسی او ټولنيزه ډله: د پوليسو د لټون د ادارې د ټول هيواد مشر: جمهوری اسلامی ايران د اسلامی نړۍ عزت او درناوې غواړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د سيستان او بلوچستان د برخې په ګزارش، د پوليسو د لټون د ادارې مشر حجه الاسلام و المسلمين «مصطفی پورمحمدی»، د كب د مياشتې په 14 نیټه د سيستان او بلوچستان د شيعه او سنيانو عالمانو تر مينځ وويل: ځينې خلك د ايران په خلاف دا خپره وی چې ايران يوازې د شيعو عزت غواړی خو ايران په داسې حال كښې د افغان مرسته وكړه چې دا خبرې پكښې نه وی او 30 كاله یې افغانی مهاجرو ته پناه وركړه بې له دې چې هغه شيعه و كه سنيان.
هغه زياته كړه همدارنګ یې د فلسطين د مظلومو خلكو 47 كاله مرسته وكړه نو وګورئ چې په غزې كښې شيعه څومره دی؟
حجه الاسلام پورمحمدی وويل: اسلام په ډېرو خطرو كښې راګير دی او په ځای د دې چې په خلپو كښې لانجه وشی بايد دې خبرې ته پام وكړو.
هغه زياته كړه: بايد مونږ ټول د اسلام هغه قرانی قانون ته ستانه شو او په هغې عمل وكړو او عالمان دې بايد خلكو پوه كړی.
373105
captcha