IQNA

10:14 - March 06, 2009
د خبر لمبر: 1752218

د جامعة المصطفی(ص) العالميه د قران او حديث نړيوال المپك په لومړۍ مرحلې كښې په زبانې برخه كښې شورو شوه

د قرانی چارو ډله: د جامعة المصطفی(ص) العالميه د قران او حديث نړيوال المپك په لومړۍ مرحلې كښې زبانې برخه نن د كب د مياشتې په 14 نیټه شورو شوه.

د جامعة المصطفی(ص) العالميه د قران او حديث نړيوال المپك د كمیټۍ كلتوری او تبليغاتی مشر «اسماعيل پيرنيا» د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د قم شعبې سره په خبرو كښې وويل: دا مقابلې په قرائت، ترتيل، د قران حفظ په بيلا بيلو برخو كښې له نن سهاره د كب د مياشتې په 14 نیټه شورو شوې او تر جمعې ورځې پورې به ادامه لری.
هغه وويل: د ال البيت او بنت الهدی د مدرسو زبانی مقابلې له نن سهاره شورو شوی دی او د امام خمينی(ره) د مدرسې مقابلې به نن له ماسپښينه شورو كیږی.
372956
captcha