IQNA

تهران كښې به سبا نړيوال سمينار د ولايت مدارۍ، منجی ګرایۍ او اسلامی مقاومت په نوم ترسره كیږی

12:02 - March 07, 2009
د خبر لمبر: 1752627
نړيواله ډله: د ولايت مدارۍ، منجی ګرایۍ او اسلامی مقاومت په نوم سمينار به سبا د كب د مياشتې په 17نیټه د ټيليويژن او ریډيو سټيشن په كوثر هال كښې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اخرين منجی له اطلاع رسوونكی مركز یې نقول، د ولايت مداری، منجی ګرايی او اسلامی مقاومت په نوم نړيوال سمينار به د حضرت امام مهدی(عج) د ولايت او امامت د شورو كيدو سره سم د ربيع الاول د مياشتې په نهمه نیټه شورو كیږی.
په دې پروګرام كښې به د مجمع تشخيص مصلحت نظام غړې او د اخرين منجی په نوم د نړيوالې جشنوارې مشر «علی آقامحمدی» همدارنګ د شورای اسلامی نمايند حجت‌الاسلام‌ و‌المسلمين «آقاتهرانی» د لښكر سردار او د مسلحو فوځيانو مشر «فيروزآبادی» او نور كسان به پكښې ويناوې كوی.
373619
captcha