IQNA

د قران او حديث په څوارلسمې مقابلی كې د ګډون لپاره د البانيا او كوزوو استازی به ايران ته راځی

11:58 - March 07, 2009
د خبر لمبر: 1752636
د قرانی كارونو ډله: د بالكان د سيمې د قران مجيد قاری او حافظ د البانيا او كوزوو په نمائندګۍ كې د المصطفی (ص) نړيوال پوهنتون د قران او حديث په څوارلسمې مقابلی كې ګډون لپاره پرون د كب د مياشتې په 15 نیټه ايران ته روان شول.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د بالكان سيمې څانګې د يو راپور پر اساس، د البانيا د قران كريم موسسې مشر د دې خبر په اعلان سره وويل: ښاغلی «حسنی مريا» د البانيا هيواد د قران پاك قاری او ښاغلی «فاتون بوتوچی» د كوزوو هيواد حافظ او قاری سره د نورو ملګرو، د المصطفی نړيوال پوهنتون د څوارلسمې سترې مقابلې كې ګډون لپاره پرون سهار د ايران د اسلامی جمهوريت ته راوان شول.
حاج خضر د دوی په هكله وويل چې حسنې مريا د قران پاك قرائت په البانيا كې په قرانی موسسې كې زده كړې دی او اوس د استاذ«ابوالقاسمی» له كيسټو استفاده كوی.
د البانی د قرانی موسسې مشر د فاتون بوتوچی په هكله وويل: هغه د ټول قران پاك حافظ او ښائسته قاری دی چې د قران پاك ډير خوندور ترتيل ورځی. او په ايران كې به هم د ترتيل په برخې كې ګډون كوی.
حاج خضر وويل چې فاتون بوتوچی په كال 1978 كې د كوزوو په پريزرن ښار كې زیږيدلې و او له 1992 تر 1999 پورې په شام ښار دمشق كې او 2001 نه تر 2005 پورې د يمن په صنعا ښار كې په زده كړې بوخت و.
د يادونې وړ دی چې د المصطفی نړيوال پوهنتون د قران او حديث مقابلې د ايران له مهمو مقابلو څخه دی. چې څوارلسمه مقابله یې سبا 17 اسفند، د ټولې نړۍ حافظان او قاريانو په ګډون سره تر سره كیږی.
373625
captcha