بې شكه چې مصطفی اسماعيل په مصر كښې د فنی او هنری مخې له لويو قاريانو څخه و او خپله طريقه یې د له الهاماتو سره بې له دې چې له وړاندې قاريانو تقليد وكړی جوړه كړې وه او د اسلامی نړۍ ډېر قاريان د هغه شاګردان ګڼل كیږی.
د دې قاری د درناوی په سلسله كښې مونږ د لبنان د قران كريم د غونډې مشر حجتالاسلام «حميد فولادی» سره كښيناستو او ځينې خبرې مو ورسره وكړې چې هغه دا دی:
مصطفی اسماعيل په 1905 ميلادی كال كښې د طنطا ښار په يو كلی «ميت الغزال» كښې وزیږيد او د 21كالو په عمر كښې یې قران حفظ كړ. هغه د مړی په يو پروګرام كښې شيخ محمد رفعت سره ليدنه وكړه او دا سبب شو چې هغه د قران په تخصصی زده كړې پسې شی.
استاد په د دې لپاره چې اوريدونكی ستړی نه شی له «صبا» به «عجم» ته اوړيدۀ
هغه زياته كړه: مصطفی اسماعيل د يو مدرسې او يو روش څښتن و چې هغه روش او طريقه مون د قران د قرائت لپاره يو بنسټ ګنلی شو.
هغه وويل: دې قاری به داسې تلاوت كاوۀ چې اوريدونكی به دا فكر كاؤه چې هغه ناست دی او دا ټولی خبرې د يو فلم په شان وينی.
373765