د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اولس مشر له رسندويو چارو یې نقلوی، د مليشيا او ګامبيا سپيكران د جمعې په شپه د كب د مياشتې په 16 نیټه د ايران اولس مشر سره جدا جدا ليدنه وكړه.
محمدد احمدی نژاد په دې ليدنه كښې د فلسطين مسله د اسلامی نړۍ له ټولو اهمه مسله وګڼله او ویې ويل: نن رژيم صهيونيسټی په ختميدو او د فلسطين ملت په كاميبيدو دی.
د ايران ولس مشر د دې خبرې په ټينګار سره چې بايد ټول اسلامی هيوادونه دې له فلسطينه حمايت وكړی وويل: نن بايد ټول اسلامی هيوادونه د فلسطين له مظلومو خلكو حمايت او دفاع وكړی.
احمدی نژاد افريقايی هيوادونو سره اړيكې پراخه كول د جمهوری اسلامی ايران له لومړيو كارونو څخه وګڼل او ویې ويل: جمهوری اسلامی ايران دې ته تيار دې چې خپلې تجربې او په لاس راوړی څيزونه په بيلا بيلو ډګرونو كښې افريقې ته بدل كړی.
د مليشيا او ګامبيا سپيكرانو هم په خبره ټينګار وكړ چې ايران د فلسطين په دفاع كښې زمونږ لپاره يوه بيلګه وه.
د مليشيا او ګامبيا سپيكرانو د جمهوری اسلامی ايران د افريقې هيوادونو سره د حمايت قدردانی وكړه او ویې ويل: مليشيا او ګامبيا دا غواړی چې ايران سره خپلې مناسبې رابطې زياتې كړی.
374019