IQNA

د «مصطفی اسماعيل» له ټولو لوی خصوصيت د تلاوت په وخت د هغې معنې ته خيال كول وو

8:30 - March 08, 2009
د خبر لمبر: 1753028
نړيواله ډله: د «مصطفی اسماعيل» له ټولو لوی خصوصيت د تلاوت په وخت د هغې معنې ته خيال كول وو او اووه مقامات ته په پام به یې قران د هغې معنې او مفهوم ته په پام قرائت كاوۀ.
«عبدالعزيز حسين علی الحوسنی» چې له نړيوالو قاريانو څخه يو مشهور قاری دی د ايرانی د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: هر قاری چې داسې طريقه اختيار كړی نو هغه د خدای د كلام د تلاوت په وخت په اسانه د هغې تفسير هم كولی شی.
هغه وويل: لكه څنګه چې مصطفی اسماعيل هم لكه نورو استاذانو لكه «منشاوی» او «عبدالباسط ځانته مقام لری، هغه په خپل ښكلی اواز سره د قران تلاوت كوی او په يو خاص روحانيت سره د قران د معنو په خپل اواز سره تفسير كوی او د عذاب او د رحمت د ايتونو د تلاوت په وخت يوه خاصه طريقه ټاكی.
اماراتی قاری په اخر كښې هغه كسانو ته چې د استاد په طريقه تلاوت كوی نصيحت وكړ: كوم قاريان چې د هغه استاد په طريقه تلاوت كول غواړی بايد د تجويد د اصولو احكام ځان په پوره توګه خبر كړی او د هغه تلاوت په اوريدلو سره دې د هغه تقليد وكړی. د خپلې زده كړې لپاره دې زيار باسی او د استاد طريقه دې په ښه طريقه جاری كړی.
عبدالعزيز حسين علی الحوسنی، 30 كلن قاری دی چې د كمپيوټر په څانګه كښې انجنير دی او اوس د امارات په قرانی مدرسو او قرانی محفلونو كښې د قاری په توګه په كار لګيا دی.
373715
captcha