د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش له خانه ملت سره په نقل، علی لاريجانی چې دې وخت په خرطوم كښې دی، پرون ماځیګر د كب د مياشتې په 16 نیټه د دې هيواد د اولس مشر عمر البشی سره په ليدنه كښې وويل: سوډان په اسلامی هيوادونو كښې يو ځانله مقام لری او مونږ د هغې د اسرائيل په وړاندې ودريدل ستايو.
هغه وويل: د دې هفتې په اخر كښې مونږ دا وليدل چې لويدیځ په ځای د دې چې اسرائيلو ته سزا وركړی د هغې هيوادونو غندنه كوی چې اسلامی مقاومت سره یې مرسته كړې ده.
لاريجانی دې ته په اشارې سره چې په تهران كښې د فلسطين په حمايت كښې كانفرنس وشو وويل: مونږ د دې كانفرس په ترسره كولو كښې پوه شو چې د امريكې له خوا د سوډان په خلاف سازشونه شوی دی او په هماغه ځای كښې د ټولو په ګډون سره دا قطعنامه وليكل شوه چې د سوډان حمايت وكړی شی.
بيا د سوډان اولس مشر وويل: مونږ په سوډان كښې تل د غرب په خلاف په جنګ اخته يو خو په خپل هيواد كښې مو د صلح ساتلې ده.
عمرالبشير ټينګار وكړ: مونږ په سوډان كښې د نړۍ ټولو ازاد طلبو سره زړه سواندې وكړ او زما په خلاف چې دوی كوم حكم كړی دی دا یې يوه لويه غلطی كړې ده. ځكه چې اوس د اسرائيل په خلاف اپوټه ګڼه شورو شوې ده.
373943