IQNA

ايران د حق طلبانو او د فلسطين د مظلومانو ترجمان ګڼل كیږی

8:28 - March 08, 2009
د خبر لمبر: 1753033
سياسی ډله: ايران په تيرو ديرشو كالو كښې د فلسطين د خلكو دفاع كوونكی و او د حق طلبانو او د فلسطين د مظلومانو د ترجمان په توګه وپيژندل شو
د فلسطين او لبنان د مجلس د فراكسيون مشر حجت‌الاسلام والمسلمين محمدرضا ميرتاج‌ا‌لدينی د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: نړيوال كانفرنس "د فلسطين حمايت او غزه د جنايت قربانی" یې د فلسطين د خلكو عزت وګڼل.
هغه دې خبرې ته پام چې د شرم الشيخ ټولنه د سازشكارانو ټولنه ده وويل: هغوی د فلسطين د خلكو حقيقی نمايندګان خپل مجلس ته ونه غوښتل او د دې په مقابله كښې یې د خپلو نامشروعه منافعو لپاره يو سازشكار ټولې خپلې خوا ته جمع كړ.
په تهران كښې د فلسطين د خلكو په ګټه چې كوم كانفرنس وشو په هغه كښې د نړۍ د 80 هيوادونو پارلمانی شخصيتونو ګډون وكړ او په نورو ټكو دا ويلی شو چې د فلسطين د خلكو اصلی نمايندګانو او د اسلامی نړۍ نمايندګانو د فلسطين د دفاع لپاره ګډون وكړ.
ميرتاج‌الدينی دې خبرې ته پام كه چری اسلامی انقلاب په ايران كښې بريالی نه و شوی نو په فلسطين كښې به څه پاتی وو وويل: په رښتيا چې مسلمانان او فلسطين به په يوې تيرې كوټې كښې پاتې و. ايران په تيرو ديرشو كالو كښې د فلسطين د خلكو دفاع كوونكی و او د حق طلبانو او د فلسطين د مظلومانو د ترجمان په توګه وپيژندل شو
373478
captcha