د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د له خانه ملت یې نقلوی، علی لاريجانی چې د خرطوم د ټولنې هال ته تللی وړاندې وويل: امريكې په دې حكم سره د انسانی حقونو خلافورزی وكړه او مونږ له هغوی دا پوښتنه كوو چې تاسو ولی د اسرائيلو حمايت كوی په داسې حال كښې چې د انسانی حقونو تېر شوی دی؟
په تيره ورځ د سوډان خلكو، د عدالت په د دې حكم چې د دې هيواد ولس مشر عمر البشير دې ونيوې شی په خلاف ډېر احتجاجونه كړی دی
له دې وروسته سپيكر او ورسره كسانو د سوډان د اولس مشر نافع علی نافع په كور كښې د ماښام ډوډۍ وخوړه.
د يادونې ده چې لاريجانی او ورسره كسانو د جمعې په ورځ د سوډان خلكو سره د يووالی په نيت دې هيواد ته تللی وو.
373940