IQNA

په دمشق كښې (( د پيغمبر اكرم (ص) په سيرت كښې كورنۍ )) سمينار جوړ شو

9:31 - March 09, 2009
د خبر لمبر: 1753569
سياسی او اجتماعی ډله: (( د پيغمبر اكرم (ص) په سيرت كښې كونۍ )) سمينار په سوریې كښې د ايران د كلتوری مركز په همكارۍ سره د كب د مياشتې په١٧ نیټه په دمشق د ايران په كلتوری مركز كښې جوړ شو
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د رپوټ له مخې د خدای د ګران رسول (ص) د ميلاد د نمانځنې په مناسبت (( د پيغمبر اكرم (ص) په سيرت كښې كونۍ )) سمينار په دمشق كښې د ايران په كلتوری مركز كښې د ګڼ شمير منيه والو په شتون سره جوړ شو.
په دې غونډه كښې د سوریې د پوهنتون او دينی مدرسو استاذ محمد خير الشعال او د ليكوال او مدرس خنان لحام ويناوې وكړې.
په ابتداء كښې محمد خير الشعال د خدای د ګران رسول (ص) د ولادت كليزې او د وحدت اونۍ ته په اشارې سره وويل: د اسلام مبين دين د كورنۍ مقام ته تر زياته پاملرنه كړې ده او په دې زمينه كښې یې ډېر ژور او مهم قوانين وړاندې كړی دی.
هغۀ زياته كړه نن د اسلام د دښمنانو جنګ په يوتربيتی جنګ بدل شوی دی او رسول اكرم (ص) د ټولو انسانانو لپاره كامله تربيتی نمونه ده.
د دغه سمينار په دوام كښې حنان لحام د كورنۍ په موضوع سره وينا وكړه او وې ويل. د شميرنو مطابق په دمشق كښې ٦٠ فيصده ودونه په طلاق سره پاې ته رسیږی.
هغۀ وويل كورنۍ د ټولنې يو واحد دی. او دا مسئله ټولنې ته جدی ضرر رسوی، په داسې صورتكښې چې پلاران په مختلفو دلائلو سره منجمله د زياتو مشكلاتو له خپلې تربيتی وظيفې څخه ډډه كوی او دا چاره په ټولنه كښې د تزلزل سبب ګرځی
د پوهنتون دغه مدرس او ليكوال له حضرت خديجې (ع) سره د خدايد ګران رسول (ص) وادۀ د كورنۍ يوه غوره نمونه وبلله او وې ويل د طلاق بحث حتی په مومنانو كورنيو كښې هم ليدل كیږی په داسې صورت كښې چې له بی بی خديجی سره د پيغمبر اكرم (ص) واده بايد د كورنۍ لپاره يوه غوره نمونه وګرځوو.
374812
captcha