د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د له «Le matin» یې نقلوی، له مراكش او نورو هيوادونو محصلانو او څیړاندو په دې ناسته كښې ګډون وكړ، دا ناسته د وجدې د ښار د ادبياتو او انسانی علمونو پوهنځی، د مراكش د عالمانو د شورا او د وجدې د ښار د عربۍ د ژبې د حمايت انجمن او همدارنګ د ټولنيزو چارو د څیړونكی او مطالعاتو مركز په مرسته ترسره شوی وه.
په دې ناستې كښې د قرانی علمونو او د عربۍ ژبې په كلكو اړيكو خبرې وشوی.
په دې ناستې كښې ګډون كوونكيو همدارنګ په دې خبره ټينګار وكړ چې اسلام په عربۍ ژبه ډېر اثر كړی دی او د عربۍ د ژبې بيلا بيلې برخې لكه د زبان د زده كړې قانونونه، املا او ټكی انسان دې ته هڅه وی چې هغه دې قران زده كړی او قران سره یې مينه زياتوی.
د دې ناستې مقصد دا بيان شو چې د محصلانو او څیړاندو لپاره يو اكیډميك اصل جوړ كړی او همدارنګ د ځينې هغه پوښتنو ځوابونه پكښې بيان شی چې عربۍ ژبه په علمونو كښې څه رول لوبولی دی.
دا ناسته د شنبې او جمعې په ورځ يعنې د كب د مياشتې په 15 او 16 نیټه په وُجده ښار كښې ترسره شوه.
374520