IQNA

(( د قران له نظره د اسلامی ټولنې سياسی جوړښت )) په عنوان سره تحقيق تدوينیږی

10:39 - March 10, 2009
د خبر لمبر: 1754063
د قرانی فعاليتونو ډله: (( د قران له نظره د اسلامی ټولنې سياسی جوړښت )) په عنوان سره يو تحقيق قران مجيد د كلتو او معارفو د مركز د يو علمی پلاوی د يو غړی په قلم سره د تدوين په حال كښې دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د دارالحديث د علمی او كلتوری موسسې د څانګې د رپوټ له مخې د دغه قرانی اثر محقق سيد علی سادات فخر د دغې څیړنې د اهميت او ضرورت په اړه وويل: په اوسنی حال كښې په ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو لپاره د سياسی مسائلو په زمينه كښې زيات تاوتريخوالی، مسائل او مشكلات رامنځته شوی دی. دې حالت مسلمان مفكران دې جوړ كړی دی چې له مختلفو اړخونو څخه په بيلا بيلو روشونو سره د هغو شننه وكړی او د اسلامی او بشری تمدنی ميراث څخه په استفادې سره له هغو څه د ور اخوا لاره وړانديز وركړی.
هغۀ وويل:څرګنده خبره ده چې قران ته ستنيدل او له هغۀ نه استفاده او ځواب غوښتنه يو داسې طريقه ده چې د مسلمانانو ترمينځ زيات مقبوليت لری او د هغو نتائج كولې شی د مسلمانانو د ورځنيو او ضروری اړتياؤ ته ځواب ويوونكې وی.
375211
captcha