IQNA

په تونس كښې د «قيروان، د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينه» جشن ترسره شو

10:31 - March 10, 2009
د خبر لمبر: 1754108
نړيواله ډله: د «قيروان، د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينه» جشن پرون ماځیګر د يكشنبې په ورځ د كب د مياشتې په 18 نیټه د قيروان د ښار په «عقبی ابن نافی» جمات كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د «TAP» له خبری اژانس یې نقلوی، په دې پروګرام كښې د تونس لومړۍ وزير «محمد غنوشی» په مشرۍ كښې او د ايسسكو د اسلامی كلتور او علمونو د ښوونې غونډې او د اسلامی نړۍ نورو كلتوری او ټولنيزو غونډو په ګډون سره ترسره شو، په دې پروګرام كښې د هيواد ستر شخصيتونه، دينی عالمان، د تونس خلك او د حكومت غونډو ډېرو كسانو او د اسلامی هيوادونو ځينو مشرانو ګډون وكړ.
محمد غنوشی د تونس د اولس مشر ښاغلی «زين‌العابدين بن علی» له خوا د ايسسكو د غونډې د دې پروګرام په ترسره كولو د مننې سره سره د قيروان تاريخ، د دې ښار د اسلام په خپرونكې د ښه رول او اسلامی ميراث په هكله وينا وكړه.
له دې وړاندې د ايسسكو ستر سكتر «عبدالعزيز التويجری» د تونس د حكومت د اسلامی چارو په حمايت او د اسلامی غونډو په ملاتړ او په مذهبې تسامح كښې د پراختيا په هكله وينا وكړه.
د قيروان ښاد په 670 ميلادی كال كښې د مسلمانانو د يو سردار عقبی ابن نافی په لاس جوړ شو او په يورپ كښې د اسلامی فتوحاتو د يو مركز په توګه وپيژندی شو او بيا وروسته د مكې او مدينې د پوهانو اصلی مقصد شو.
375310
captcha