د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د پيغمبر اكرم د زوكړې او د وحدت د اوونۍ د پيليدو په مناسبت په كولالا مپور كې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری استازې ښاغلی حجتالاسلام «محمدحسن واحدی» د ملائشيا سترو علمې، كلتوری، هنری، مذهبی شخيتونو، استاذان روشنفكران د پوهنتونونو مشرانو عوامی ډلو مشرانو، د جمعې امامانو مفتيانو او د كلتوری مركزونو مشرانو ته د مباركبادۍ پيغام ولیږۀ.
دا پيغام د مذهبی او كلتوری ډلو تر مينځه د ملګرتيا د زياتولو په هكله ليكل شوې دی.
د ايرانی كلتوری مركز مشر پيغام متن دا دی.
»وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د زوكړی او د اسلامی امت د وحدت اوونۍ په مناسبت سره جنابعالی ته مباركی وړاندې كوم او هيله لرم چې الله تعالی دې دا خپل لوی نعمت وحدت (يووالی)، د اسلامی امت مضبوطوالی او د اسلامی تمدن پراختيا مسلمانانو ته عطا كړی.
375336