د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د لندن د افريقايی او ختیځ مطالعو د پوهنځای له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د دې سمينار د ترسره كولو مقصد د قران د بيلا بيلو برخو څیړل او د قران په بيلا بيلو څانګو كښې د شويو مطالعو وړاندې كول دی. دا سمينار د دې پوهنځای د اسلامی مطالعاتو د مركز په مرسته ترسره كیږی.
همدارنګ د قران په هكله د مذهبی، فكری او هنری چارو تاريخچه به هم په دې سمينار كښې څیړل كیږی.
د لندن د پوهنتون د افريقايی او ختیځ مطالعو د پوهنځای د مطالعاتو مركز، له ټولو څیړاندو، محصلانو او د قران مينه والې غوښتې دی چې د خپلو مقالو لنډيز او قرانی څیړنې دې د 88 كال د غبرګولی د مياشت تر 11 نیټه په لاندينی موضوعاتو كښې دې مركز ته راورسوی:
1. د قران د متن په هكله څیړنه، د قران زړې نسخې، په تير وخت او حال كښې د قران تفسير، اسلامی الهيات او قران، اسلامی قانونونه او قران، عرفان او قران، د قران په هكله فلسفی ليدتوګې، قران په تيرو او اوسنيو ادبياتو كښې، د قران ترجمه، د قران هنر او تذهيب، قران په عمومی كلتور كښې، د قران په هكله د انسان پيژاند او ټولنې پيژاند ليدتوګې، قران د ښوونې په ميدان كښې، قران په اوسنۍ نړۍ كښې او د قران په هكله اوسنۍ مطالعې.
له رالیږلو اثارو به ښې مقالې ټاكلی كیږی او د دې پوهنتون په «مطالعات قرآنی» مجلې كښې به چاپ كیږی.
375411