د قران مجيد نړيوال قاری مسعود كريمی د ايران له قرانی خبری اژانس ايكنا سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: د استاذ مصطفی اسماعيل تلاوت زياتې ځانګړتياوې منجمله د ايتونو له مفهوم سره د لحن هم خوانی، له موسيقائی لحاظه د تلاوت فنی كيدنه، د لوړې ارتفاع اواز لرل، د لوړې مانورې قدرت، د عربۍ الحان او ډيرو ښكلو او جذابو لحنی تركيباتو ته توجه چې د نور استاذانو په نسبت د استاذ مصطفی په تلاوت كښې موجودې دی.
هغۀ د دې پوښتنې په ځواب كښې چې ولې استاذان د قرائت د يادولو په مرحلو كښې له تجويد نه پس د لحن د زده كولو لپاره خپلو شاګردانو ته د مصطفی اسماعيل سپارښتنه كوی وويل: له دې امله چې هغوی د عربی الحان او مقاماتو د اجرا په بحث كښې ډېر لوړ تسلط لری او په خپل تلاوت كښې په عامه توګه مقامات په مرتبه او كامله توګه اجرا كوی نو ځكه داسې ښكاری چې د هغۀ له تلاوت نه استفاده د عربۍ د موسيقۍ د الحان لپاره د تسلط او يادولو لپاره زيات ګټوره ده
هغۀ زياته كړه كه وغواړو د دغه استاد اواز له فنی يا د كلياتو له اړخه وڅیړو نو په سانتيا سره دې ټكی ته رسيدې شو چې د مصطفی اسماعيل اواز د او په برخه او د اوچتوالی او لاندې والی په برخه كښې په ځانګړی توګه د مانورې او زيات جذاب قدرت لری.
373771