IQNA

په چچنيا كښې د پيغمبر(ص) د زوكړې جشن ترسره شو

9:55 - March 11, 2009
د خبر لمبر: 1754644
نړيواله ډله: د چچنيا په پلازمينه «گروزنی» كښې پرون سهار د دوشنبې په ورځ د كب د مياشتې په 19 نیټه د پيغمبر(ص) د زوكړی جشن ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د فرانس له رسمی خبری اژانس (La Croix) یې نقلوی، د چچنيا اولس مشر«رمضان قادروف» او د «اينگوشتيا» (په شمالی قفقاز كښې) اولس مشر«مدودف يونس بيك اوكوروف»(Iounous-Bek Evkourov) او د چيچنيا تقريبا 20 زره مسلمانانو په دې جشن كښې ګډون وكړ چې د ګروزنی په جامع جمات كښې ترسره شو.
قادروف په خپلو خرو كښې وويل: تر څو كالو وړاندې پورې وهابی فرقې چچنيا په خپل قابو كښې ساتلې وه خو اسلام سره د مسلمانانو ډېره مينه او په دې جشن كښې ګډون د دې څرګندونه كوی چې اوس په چيچنيا كښې د وهابيانو زور ختم شوی دی.
هغه زياته كړه: اوس په چيچنيا كښې ډېر كم جنګی وهابيان پاتې دی چې په غرونو كښې اوسیږی. او په زرګونو خلك دې جشن ته راغلی دی چې دا ثابته كړی چې كوم كسان په اسلام كښې پردی اصول راولی هغوی په چيچنيا كښې څه ارزښت نه لری.
قادر وف وويل: زه اطمينان سره وايم چې تروريسم په چچنيا كښې ختم شوی دی چې حمايت كوونكی یې څوك نشته.
هغه همدارنګ د چچن كورنيو ته وعده وركړه چې كوم يو ماشوم د پيغمبر(ص) د زوكړې په ورځ پيدا شو هغه ته به زر يورو د حكومت له خوا ډالۍ كیږی.
375863
captcha