د اوګانډا يو طالبعلم چې عيسايی و او تازه مسلمان شوی دی «حسنی مبامبالا» د جامعةالمصطفی العالميه(ص) د قران او حديث او څوالسم نړيوال المپك كښې ګډون كوی هغه د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: په انجيل كښې ډېرې زياتې غلطۍ دی او سبب یې دا دی چې هغه خلكو ليكلی دی او د خدای له خوا نه دی.
هغه زياته كړه: په دې كتاب كښې د تثليث عقيده ده او دا صحيح نه شی كيدی.
دا نوی مسلمان شوی اوګانډايی د دنيا په اتو ژبو خبرې كولی شی، هغه د اسلام ته د راتللو په هكله وويل: زۀ يوازينې كس يم چې په خپلې ټولې كورنۍ كښې مسلمان شوی يم او نور ټول كاتوليك دی او زۀ د يو ملګری په وسيله له اسلامه خبر شوم.
هغه زياته كړه: ما ډېر وهابيان وليدل چې د خپل حرام او حلال لپاره چې كوم دليل راوړی هغه څه منطقی اساس نه لری او له همدې سببه شيعو ته كافر وايی په داسې حال كښې چې شيعه د علی ابن ابی طالب لارويان دی چې هره فرقه د هغه عزت كوی.
هغه د قران او حديث دا المپك ډېر مهم وګاڼه او ویې ويل: د دې په سبب مسلمانان طلبه يو بل سره پيژنګلوی حاصله وی او د وحدت سبب كیږی.
په اوګانډا كښې 30 ميلينه كسان اوسیږی چې په سلو كښې 45 كسان مسلمانان دی او اكثر پكښې اهل سنت دی.
376023