IQNA

پيعمبر اكرم (ص) د هغه ټولو ارزښتونو پيغام راوړونكی دی چې نن ورته نړۍ اړتيا لری

9:44 - March 11, 2009
د خبر لمبر: 1754651
نړيواله ډله: حضرت محمد (ص) د سولې، مينې، محبت، رحم، تواضع، د بل احترام او د هغو ټولو ارزښتونو پيغام راوړونكی دی چې نن ورته نړۍ اړمنه ده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له خبری اژانس«APP» یې نقلوی چې د پاكستان ولسمشر ښاغلی »آصف علی زرداری» نن د سه شنبې په ورځ د كب د مياشتې په 20 نیټه د پيغمبر اكرم د زوكړې په مناسبت په پروګرام كې په اسلام اباد كې وويل: زه د ګران نبی(ص) د زوكړې په مناسبت تولې نړۍ ته بيا په تيره مسلمانانو ته مباركبادی وړاندې كوم او له پاك خدای غواړم چې مونږ په حقيقی معنو كښې د هغه له پيروانو وګرځوی او مونږ ته دومره توفيق راكړی چې مونږ د پيغمبر اكرم(ص) د تعليماتو پيروی وكړو
هغه وويل: چې پيغمبر اكرم (ص) د خلقت سبب او په هره زمانه كې د انسان د هدايت ډيوه ده.
همدا رنګ د پيغمبر اكرم(ص) د زوكړې په مناسبت د پاكستان لومړی وزير ښاغلی »يوسف رضا گيلانی» هم وويل: چې پيغمبر (ص) سيرت او تعليمات د نيكمرغۍ لاره ده او كه مسلمانان پيغمبر اكرم(ص) د ځان لپاره سمبول او بيلګه جوړ كری نو خپل مقصد ته به ورسی.
هغه له مسلمانانو غوښتنه وكړه: دې ته په پام چې د نړۍ په مسلمانانو څه تيریږی نو بايد پام دې وكړی او خپل يووالې دې محفوظ وساتی چې اسلامی نړۍ ته راپیښ مشكلاتو سره مقابله وكړې شی.
376101
captcha