IQNA

نن په كويت كښې د "جاپان او اسلامی نړۍ" په نوم ناسته ترسره شوه

10:10 - March 12, 2009
د خبر لمبر: 1755153
نړيواله ډله: د دوو تمدنونو د خبرو ناسته "جاپان او اسلامی نړۍ" نن د كب د مياشتې په 21 نیټه د كويت د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت په مرسته د دې هيواد په «شيراتون» هوټل كښې ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كويت له خبری اژانس(kuna) یې نقلوی، دا دوه ورځنۍ ناسته د كويت د اسلامی چارو او اوقافو د وزات ته «له اسلامی فكر په لاس راغلی څيزونو» اتمه ناسته ده چې د دې هيواد د وليعهد «نواف احمد الجابر الصباح» د نظر لاندې ترسره كیږی.
په دې ناستې كښې حاضرو كسانو د اسلامی نړۍ او جاپان تر مينځ د خبرو د لارو زياتول له بيلابيلو اړخونو وڅیړل او خبرې یې ورباندې وكړی.
همدارنګ د دې پروګرام د شورو كيدو پروګرام نن سهار نهه بجی د كويت د اسلامی چارو او اوقافو د وزير «حسين ناصر الحريتی» په ګډون سره په شيراتون هوټل كښې ترسره شو.
376529
captcha