د ايران افتخاری خبريالو د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د سيستان او بلوچستان له اسلامی تبليغاتو له عام اړيكو ادارې یې نقلوی، د سراوان د اسلامی تبليغاتو د ادارې اړيكوال د دې خبر په اعلان كولو سره وويل: دولسم ربيع الاول د پيغمبر(ص) د زوكړې په مناسبت او د وحدت د اوونۍ په رارسيدلو سره په دې ښار كښې د شيعه او سنی عالمانو غونډه د جمعې د امامانو او د اسلامی تبليغاتو د ادارې د مشر په ګډون سره د اسلامی كلتور او اړيكو د غونډې په هال كښې ترسره شوه.
فاطمی زياته كړه: په دې ناسته كښې د جمعې امام حجتالاسلام «محمديان» د د ښار د فوځ مشر «سيدعبدالحسين سجادی» او اهل سنتو د سراوان د نور د جامع جمات مشر مولوی «عبدالصمد ساداتی» په دې پروګرام كښې ويناې وكړی.
د يادولو ده چې، ويناوالو د اسلامی امت د كاميابۍ راز په دې كښې وګڼه چې خپل اسلامی امت دې خپل وحدت وساتی او د دښمنان په مقابله كښې له ټوټی ټوټی كيدو ډډه وكړی او د ولايت فقيه پيروی دې وكړی.
376641