د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د رپوټ له مخې دغه كانفرس چې له علم او كلتور سره د ملګرتيا انجمن لخوا په دريو ناستو كښې جوړ شو د قران مجيد په ايتونو او د انجمن د مشر لخوا خلقو ته پخير راغلی او د اوزدن زهرا سونمز او د په تركیې كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د سفير ميرمن رويا حسين پور په ويناو سره شروع شو
زهره صفاتی د قم د حوزې او پوهنتون د يوې مدرسې په توګه د كانفرنس د وړومبنۍ ناستې يوې ويناكوونكې د اسلام د تمدن په تاريخ كښې د ښځې رول په عنوان سره خپله يوه مقاله وړاندې كړه.
د ايران د رېډيو او ټيلی ويژن د ادارې سلاكارې پروين سليحی (( په رسندوې كښې د ښځې مقام ته يوه كتنه )) په يوې مقالې سره د كانفرنس په دويمه ناسته كښې يوه بله ايرانی وينا والا وه
د تهران د پوهنتون د ښځو د تحقيقاتی مركز مشره زهر پيشګاهی فرد په كلتوری او روزنی ډګرونو كښې د ايران ښځو د خدمتونو په باره كښې په يوې مقالې سره د دغه كانفرنس د وروستۍ ناستې يوه بله ايرانی ويناوالا وه
د تهران د بلدياتی شورا غړې پروين احمدی نژاد چې د غزې له ښځو څخه د ملاتړ په سيمينار كښې د ګډون لپاره انقرې ته لاړه وه د دغه پروګرام په وروستۍ ناسته كښې شتون لرۀ.
376263